ایکنا- د حضرت عباس علمدار(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل د خزانو او خطي نسخو میوزیم اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین د میلیوني لاریون \پر مهال ئې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو لیدونکو کوربهتوب کړی دی.
د خبر لمبر: 3493147 خپرونې تاریخ : 2026/08/06
د نایجریا د اسلامي غورځنګ یو لوړپوړی غړی:
ایکنا- د نایجریا د اسلامي غورځنګ یوه لوړپوړي غړي وویل، د حسینی اربعین زیارت د همغږۍ او عامه ډیپلوماسۍ یو څرګند سمبول دی، چې له فرقهپالنې، نژادپالنې او نورو ننګونو څخه په ډکې نړۍ کې د سولې د فرهنګ د پراختیا لپاره مهم رول لري. د هغه په وینا، دا معنوي مراسم د بشریت ترمینځ همغږي، متقابل تفاهم او یووالی پیاوړی کوي.
د خبر لمبر: 3493141 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د بني عامر موکب، چې د عراق د بصرې ولایت اړوند د حسینی اربعین تر ټولو ستر موکب ګڼل کېږي، او هر کال د وخت د شرایطو له مخې خپل پیغام د هنري او تجسمي بڼو له لارې د عزادارۍ ترڅنګ خلکو ته وړاندې کوي، سږکال هم کربلا معلی ته ورسېد او د خپلې سترې غونډې قرآني پیغام ئې رسماً نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3493139 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا - د لبنان د حزبالله عمومي منشي، د امریکا او صهیونیستي رژیم هغو هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل ئې په سیمې کې د خپلو پلانونو د عملي کولو پر وړاندې خنډونه له مینځه یوسي، او دې ته په کتو چې خپلو موخو ته ونه رسېدل، ټینګار وکړ ،ایران د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې په مقابلې کې بریالی شوی دی.
د خبر لمبر: 3493138 خپرونې تاریخ : 2026/08/05
ایکنا- د حسیني اربعین د میراث دریمه نړیواله غمیزه د علم او فرهنګ پوهنتون له لورې ترسره شوه؛ هغه سوګواره چې د اربعین د پوهې، هنر او تمدني میراث انځور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3493111 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا- په عتبات عالیاتو کې د حسيني زائرانو له شتون سره هممهاله،په نجف اشرف کې د حسینی اربعین قرآني پروګرامونه د امام رضا(ع) د قرآني کاروان په ځای پر ځای کېدو سره عملي پړاو ته وارد شول.
د خبر لمبر: 3493108 خپرونې تاریخ : 2026/08/01
ایکنا- د حضرت عباس (ع) د سپېڅلي حرم د قرآن علمي ټولګې په عراق کې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د اربعین د قرآني تمځایونو د تنظیم لپاره مقدماتي غونډه ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493086 خپرونې تاریخ : 2026/07/27
ایکنا - د حسینی اربعین د فرهنګي خلاقو صنعتونو موکب» لومړنی ملي پروګرام، د اسلامي انقلاب او سپېڅلې دفاع د ملي میوزیم او یو شمېر فرهنګي، علمي او ټیکنالوژیکو بنسټونو په ګډې ملګرتیا سره، د حسینی اربعین، مقاومت او د موکبونو د چاپېریال اړوند د نوښتګرو نظریو، محصولاتو او ټیکنالوژیو د پېژندنې او ملاتړ په موخه خپل فعالیت پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493047 خپرونې تاریخ : 2026/07/19
ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ د ماتولو او د یرغل پای ته د رسولو لپاره یمن والو پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039 خپرونې تاریخ : 2026/07/18
ایکنا- د حسینی اربعین د روغتیا د شپږم نړیوال کانګرس د علمي کمېټې مشرې خبر ورکړ چې د دغه کانګرس دارالانشاء ته ۵۰۰ علمي مقالې رسېدلې دي او دغه راز ئې وویل، د موکبدارانو روزنه او د مصنوعي ځیرکتیا (آرټيفیشل اینټلیجنس) کارول د سږني کانګرس له مهمو موضوعاتو دي.
د خبر لمبر: 3493033 خپرونې تاریخ : 2026/07/16
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید مجاهد رهبر حضرت امام خامنه اي(قدس الله نفسه الزکیّه) د پاکې جنازې دستورې د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه په نجف اشرف مقدس ښار کط د عراق د میلیوني عزادارو او مینه والو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493011 خپرونې تاریخ : 2026/07/11
د آیت الله جوادآملی په امامت!
ایکنا- د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خمیني او دهغه د کورنئ د شهیدانو د جنازې لمونځ نن سهار په جمکران جومات کې د آیت الله العظمی جوادي آملي په امامت او میلیونونو ویرجنو مینه والو په شتون سره ادا شو.
د خبر لمبر: 3492998 خپرونې تاریخ : 2026/07/07
ایکنا- یوې امریکایي رسنۍ راپور ورکړی چې تهران د اسلامي امت د شهید لارښود له وروستي وداع وروسته د تاریخ د تر ټولو سترې جنازې د مراسمو لپاره چمتووالی نیسي.
د خبر لمبر: 3492997 خپرونې تاریخ : 2026/07/06
ایکنا- د یمن خلکو په میلیوني لاریونونو کې د لبنان د خلکو او مقاومت سره همغږي اعلان کړه او د قرآن او مسجد الاقصی بشپړ ملاتړ ئې وکړ، او خبرداری ئې ورکړ چې د سپکاوي او تیري په وړاندې به چوپ نه پاتې کیږي.
د خبر لمبر: 3492799 خپرونې تاریخ : 2026/05/20
ایکنا - د عراق ولس پرون په بغداد کې د ا یران د اسلامی جمهوریت د شجاع او میړني ولس او پوځ او د مقاومتي جبهې په ملاتړ کې میلیوني لاریون ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492634 خپرونې تاریخ : 2026/04/05
ایکنا - د پاکستان تکړه ژورنالیسټ او مهشور شناندي حامد میر د ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړي خوي په ضد دامریکا د میلیوني لاریونونو کرکه او غوسه د رژيم د بدلیدا لپاره د یوې حقیقي غوښتې په معنا وبلله او وې وئيل؛د امریکا په ټولنې کې د ټرمپ په ضد احساسات زیات شوي دي او دوي د خپل سرکش ولسمشر د درملنې غوښتنه کوي.
د خبر لمبر: 3492623 خپرونې تاریخ : 2026/03/31
ایکنا – د روژې دمبارکې میاشتې د ترټولووروستۍ جمعې په رارسیدا سره د قدس د نړیوالې ورځې دمیلیوني او ولولناک لاریون دستورې په تهران اودرست هیواد کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492565 خپرونې تاریخ : 2026/03/14
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم لارښود په یوه ټیلیویژني پیغام کې د ایران ملت ته په خطاب کې وویل: د سلواغې په ۲۲مه، د خپلې ارادې او مقاومت په ښودلو سره، دښمن ناهیلی کړئ.
د خبر لمبر: 3492427 خپرونې تاریخ : 2026/02/09
د قرآن یو استاد:
ایکنا -علياکبر حنیفي وویل: سوځول شوی جومات بیا رغېدلی شي، او کله چې هغه له سره جوړ کړو، باید په دې ځای کې خپلې کړنې او فعالیتونه لا ډېر کړو. اوس دا یو فرصت دی څو وښایو چې جومات زمونږ زړه او روح دی.
د خبر لمبر: 3492353 خپرونې تاریخ : 2026/01/25
ایکنا- د ایران په اسلامی جمهوریت پاک وطن کښې په وروستیو ترهګرو پیښو کښې له ۳۱۱۷ وژل شوو کسانو څخه د عامو خلکو او د امنیت دساتونکو پشمول دشهیدانو شمیر دوه زره څلور سوه اوه ویشت تنه اعلان شو.
د خبر لمبر: 3492343 خپرونې تاریخ : 2026/01/22